Banner

ديوه نا څرګند وطن خوبونه/ علي حيدر

23.09.2009 05:43

ژباړن  : حيدر علي ( كندز )

د كردانو څلور سوه كاله دعثماني امپراطورۍ په سيمه كې اوسېدل او همېشه ورسره ارزو وه ، چې خپل حكومت ولري . دوى ادعا كوي ، چې په لرغونې زمانه كې مو خپل حكومت او مستقل هېواد وو ؛ اوس بيا هماغسې پكار ده .

كله چې په ۱۹۱۸ ميلادي كال كې عثماني امپراطوري ړنګه شوه . كردانو ته دخپلو خوبونو د رښتيا كولو ښه فرصت په ګوتو ورغى . د امپراطورۍ له ماتې وروسته اروپايي طاقتونو دسيور (   (sevres معاهده لاسليك كړه ، چې كه  تركيې منلې واى ؛  ډېرې خاورې  به يې له  لاسه وركړې وې  د دې معاهدې ددرېيمې برخې ، دوه شپېتمه ، درې شپېتمه او څلورشپېتمه ماده دكرد ستان  له جوړولو سره تعلق لري . له معاهدې سره سم د موصل كرد مېشتى ولايت به هم د خپلواك كردستان برخه وه ؛ خو ددې پر ځاى  ، چې كردان پخپل هېواد كې واوسي ، ددوى خاوره دعثماني امپراطورۍ د نورو لاس لاندې سيمو تر منځ ووېشل شوه .

نن ورځ كردان ، چې نفوس يې تر دېرش مليونه اوړي ، په سوريه ، عراق ، اېران او تركيه كې وېشل شوي دي . ددوى د استوګنې سيمې كه يوځاى شي ؛ نو  د فرانسې په اندازه ملك ورنه جوړيږي  او كردان دهمداسې ملك د لرلو خوب ويني  .

كردانو دخپل مستقل حكومت د جوړولو لپاره لومړنى كامياب ګام په  ۱۹۹۱ ميلادي كال كې په عراق كې واخيست . وروسته له هغه ، چې د صدام حسين حكومت د خليج په جګړه كې ماته وخوړه ؛ نو دعراق كردانو و د خپل مقصد لپاره دكلونو كلونو پټو هڅو په بركت او دغه راز په جګړه كې د صدام له حكومت سره د مخالفت  په انعام كې ، اجازه ومونده ، چې د الوتنو د بنديز په سيمه كې خپله اداره جوړه كړي . د الوتنو د بنديز څارنه د امريكا په غاړه وه . دعراق د كردانو دمستقلې ادارې مسآلې نور هغه هېوادونه ، چې كرد مېشتې سيمې يې لرلې ، ووېرول ، چې هسې نه ددوى كردان هم د ځانته حكومتونو غوښتنې وكړي .

بابل نومې عراقي ورځپاڼه  د خليج له جګړې وروسته د صدام حسين په زمانه كې د عراقي كردستان په اړه داسې ليكي : (( دا په ظاهره د عراق خاوره ده ؛ خو هلته څوك د عراق نوم په خوله نه شي اخيستلى . ددوى د تلوېزيونونو خپرونې په كردي  ژبه دي . كردستان د ۱۹۹۱ كال د جګړې له ختمېدو وروسته د عراق له كنټروله وتلى دى .

په كردستان كې اوس دېرش راجسټر شوي ګوندونه شته . ددې ځاى خلك وايي ، چې دوى دومره آزادي لري ، چې په شاوخوا ملكونو كې يې سارى نشته . دلته داسې تغييرات راغلي دي ، چې دسړي زړه ته نه  لويږي . تاسې فكر وكړئ اكثره هغه ماشومان ، چې  ۱۹۹۱ كال راهسې زېږېدلي دي په عربي ژبه خبرې نه كوي .))

دعراقي كردانو امتيازونه ددې سبب شوي ، چې داېران ، سوريې او تركيې د كردانو توقعات زيات شي . عراقي كردانو خپل اختيار مضبوط كړى ، خپل پخوانى لېډر جلال طالباني يې په عراقيانو باندې دعراق د ولسمشر په توګه منلى او خپل دغه خواست يې په كرسۍ كېنولى دى ، چې د كركوك پېل لرونكى ښار دې دعراقي كردانو برخه شي .

كر كوك دتېلو لس مليارده بېرله زېرمه لري ، چې كردان وايي مالك يې بايد كردستان وي . عراقي كردان خپل بېل پارلمان لري او دخپل دولت مشر يې مسعود بارزاني دى .

وده درې مياشتې دمخه بارزاني چين ته د سفر پروګرام درلود ؛ خو كله ، چې يې واورېدل ، چې هورې به يې دخپلواك هېواد د ولسمشر په توګه هر كلى ونشي ؛ نو له سفر كولويې ډډه وكړه . ده په دې وروستيو كې د كردستان په حكومتي دفترونو كې دعراق د بېرغ د كوزولو او دكردستان د بېرغ د اوچتولو امر وكړ او پلمه يې داكړه ، چې د عراق بېرغ د صدام حسين دزمانې بېرغ دى . د بارزاني دغه كار په عربي دنيا كې ډېر بحثونه رامنځته كړل .

دتركيې وېرې : د تركيې د ټول شپېته مليونه نفوس نهه مليونه كردان دي . د هغې خاورې تر نيمې زياته په تركيه كې ده ، چې كردان يې دخپل هېواد برخه ګڼي . دتركيې ګڼ كردان ځانونه دومره ترك نه ګڼي لكه كرد چې يې ګڼي . تركيې په ښوونځيو كې ، راډيو ګانو او تلوېزيونونو كې دكردي ژبې مخه نيولې ده او كردان يې له دې منع كړي دي ، چې پخپلو ماشومانو د خپلې ژبې نومونه كيږدي .

كردان له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته د هر ترك مشر د اضطراب باعث پاتې شوي دي . د تركيې محافظه كارو حكومتونو په ۱۹۲۵ ، ۱۹۳۰، ۱۹۳۷ او ۱۹۳۸ كلونو كې دكردو بغاوتونه و ځپل . په دغه موده كې ګڼ كردان د نيول كېدو له وېرې سوريې ته وتښتېدل . البته ، د تركيې د حكومت تر ګردو او ږده جګړه د كردستان له كارګر ګوند ( پي ، كې ، كې ) سره وه ، جې په ۱۹۸۴ كال كې پيل شوه . ددغه ګوند مشري عبدالله اجالان كوله .

را برټ اولسون په خپل ډېر مهم كتاب كې ، چې د ۲۰۰۰ – ۱۹۹۱ كلونو  تر منځ له اېران ، سوريې ، اسرائيلو او روسيې سره د تركيې روابط نوميږ ي ، ليكي ، چې تركيې له  ( پي ، كې ، كې ) سره په مقابله كې د كال اتۀ مليارده ډالر لګول . په دغو مصارفو كې وروسته له هغه ډېر كمى راغى ، چې د ۱۹۹۹ كال فبر ورۍ كې عبدالله اجالان داعدام په سزا كې تخفيف راغى ، له كردانو سره د مقابلې مصارف نو هم كم شول .
د بي ، بي ، سي  رپورټونه وايي ، چې د تركيې او كردانو په اوږده جګړه كې تر دېرش زره ډېر كسان وژل شوي دي .

په دې جګړه كې د كردانو په درجنونو كلي له زمكې سره اوار شول او په زرګونو كردان له خپلو ځايونو بې ځايه شول ، ونيول شول ، وشړل شول او ووژل شول . تركان دخپلې دومره توندۍ او تېزۍ دليل دا راوړي ، چې كه خپل كردان كنټرول نكړي  ؛  نو غوښتنې به يې زياتې شي ، لكه په عراق كې ، چې له ۱۹۹۱ كال څخه وروسته چې وشول .

كله چې كرد توكمه توركوت اوزل په ۱۹۸۹ كال كې  د تركيې  ولسمشر شو ؛ نو له كردو سره يې د مذاكرې هڅه وكړه او خبرو اترو او سندرو كې ، چې په كردي ژبه كوم بنديزونه وو ، هغه يې لرې كړل تورګوت اوزل په ۱۹۹۱ كال كې په كردي ژبه بنديز ختم كړ . تورګوت اوزل په ۱۹۹۱ لا ولسمشر وو ، چې په ۱۹۹۳ كال كې ومړ او د كردو له مسالې سره دچال چلند كار د صدر اعظمې تانسو چېلرپه غاړه شو. چېلر هڅه وكړه ، چې كردي ژبه ښوونځيو او تلوېزيون ته داخله كړه ، مګر دا غوښتنه د تركيې محافظه كارو سياستوالو ونه منله .

د چېلر له غوښتنې سره دهغې د خپل ګوند ( سمه لار ) ځينو غړيو هم مخالفت وكاوه .

په تركيه كې دامريكا ضد احساساتو د زياتېدو يو علت همدا دكردو مساله ده . د تركانو په نظر امريكايان ، كرد هڅوي ، چې د عراق په څېر په تركيه كې هم ډېر حقونه تر لاسه كړي .

دكردستان دكارګرو ګوند ( پي ، كې ، كې ) د تركيې په خلاف د عراقي كردستان له خاورې عمليات كوي او ددغه ګوند په ځپلو كې امريكا هېڅ برخه نه اخلي .

دروان كال دووړي په سر كې تركي عسكر دعراق په سرحد كې راټول شول ، چې د ( پي ، كې ، كې ) قوت پوره و ځپي . دوى دا هم وويل ، چې كه اړتيا پيدا شي ؛  نو د عراق خاورې ته به ننوځي .

د تركيې عسكرو تر اوسه دوه ځله  ، يو ځل په ۱۹۹۲ كې او بل ځل په   ۱۹۹۵  كال كې د عراقي كردستان په ځينو سيمو ير غل كړى دى . د غو عسكرو د عراق كردانو ته ، ويلي وو ، چې كه عراقي كردستان ته دننوتلو اجازه وركړي ، چې  ( پي ، كې ، كې ) و ځپي ؛ نو په مقابل كې تركيه د صدام حسين په وړاند ې ددوى دفاع وكاندي .

د تركانو په نظر ( پي ، كې ، كې ) د القاعدې غوندې ډله ده او دهغوى مشر عبدالله اجالان ، له اسامه بن لادنه توپير نلري .

كه څۀ هم  دعراق له اوسني مشر جلال طالباني او دعراقي كردستان له اوسني مشر بارزاني سره عبدالله او جالان كله ناكله اختلافات لرلي دي ، خو دوى سره پخواني ملګري دي . دوى دكردستان  د لرغوني هېواد د بيا رامنځته كولو شريك مقصد لري . همدا وجه ده ، چې دوى په عراقي كردستان كې د ( پي ، كې ، كې ) ځپل نه غواړي . ددې شي معنا داده ، چې څو پورې په عراق كې كردان د امريكا په مټ په قوت كې وي ؛  نو د عراق او تركيې روابط به تاوده نشي .

په اېران كې هم دكردو پرابلم موجود دى . كردان داېران د اتۀ شپېته مليونه نفوسو لس فيصده جوړوي . دوى هم د خپلې ژبې حق غواړي . سياسي حقوق غواړي او د اېران  په دننه كې د كورواكۍ غوښتونكي دي .  دوى ته دغه حقوق د اېران پاچا نه وو وركړي او په (۱۹۷۹ ) كال كې د اسلامي انقلاب له بري وروسته هم هېڅ مشر د كردانو غوښتنې پوره نكړې .

كله ، چې داېران د پاچا حكومت ختم شو ، كردو فكر وكړ ، چې د كورواكۍ څښتنان به شي ؛ نو ځكه يې دانقلاب كلك ملاتړ وكاوه ؛ خو كله چې يې وليدل ، چې ايت الله خميني تر پاچا هم ډېره توندي ورسره كوي ؛ نو د ۱۹۹۷ كال په مارچ كې يې وسلې ته لاس كړ . كرد مشر عبدالرحمن قاسملو د سخت دريځو مشري كوله او داېران د تېلو په عايداتو كې يې د كردو برخه غوښته . دوى دغه راز غوښتنه كوله ، چې د كردو په سيمو كې دې دكردو خپله اداره وي او كردي ژبه دې په رسميت وپېژندل شي ، دكردو له غوښتنې سره سم د سيمه ايز امنيت چارې بايد پخپله دوى ته شپارل شوې واى مګر بهرنۍ اړيكې او مركزي بانك به دتهران په كنټرول كې وو .

خميني دغه تقاضاوې ونه منلې او د ۱۹۹۷ كال په اګست كې جګړه پيل شوه ؛ خو کله چې د عراق – اېران جګړې اور د ۱۹۸۰ كال په سپټمبر كې بل شو ؛ نو د اېران د حكومت پام عراق ته واوښت .

په دې منځ كې كردو ځانونه منظم كړل ، قوي شول او په  ۱۹۸۳ كال كې يې د تهران د حكومت په خلاف بله حمله  پيل كړه . داځل حكومت كلك ځواب وركړ او په سلګونو كرد مخالف يې مجبور كړل ، چې عراق ته وتښتي . په عراق كې صدام حسين ددغو كسانو هركلى وكړ د صدام حسين مقصد دا وو ، چې له دوى څخه د اېران د حكومت په خلاف ګټه واخلي .

په اېران كې ، چې خاتمي ولسمشر شو ، دكردو په حال كې بهتري راغله . ده څو كسه شيعه كردان  دكابينې وزيران كړل ؛ خو دغه روابط يو ځل بيا هغه وخت ساړه شول ، چې امريكا به په اېران حمله وكړي او بيا به دوى هماغسې رول ولوبوي لكه مسعود بارزاني او جلال طالباني ، چې په عراق كې ولوباوۀ او دسور يې په اړه بايد ووايو ، چې ددغه هېواد د اتلس مليونه نفوس اتۀ نيم فيصده كردان دي . د ځينو دلايلو په اساس ، په سوريه كې دكردو پرابلم دومره ډېر نه دى . د سوريې دوه صدراعظمان ، حسين البرازي په ۱۹۴۱ كال  كې او بيا محسن البرازي د سوريې كردان وو . دغه راز د سوريې يو ولسمشر حسيني الزعيم هم كرد وو . د سوريې د ډېرې مودې مفتي اعظم احمد كفتارو كرد وو . دغه راز د شرعياتو دپوهنځي رئيس ډاكټر سيد رمضان  البوتي ، چې په سوريه كې يې په مذهبي لحاظ ډېر نفوذ درلود ، كرد توكمى سوريه وال وو . په سوريه كې په نورو مهمو كردو شخصيتونو كې يو دكمونست ګوند لېډر خالد بكداش  يادولى شو ، چې دد مشق كردو په ۱۹۵۴ كال كې د خپل استازي په توګه پارلمان ته واستاوه او بل البزو يادولى شو ، چې په نولس سوه پنځوسمو كلونو كې څو ځله د كابينې غړى شو .

له ۱۹۸۰ كلونو راهيسې سوريې دكردو پرابلم  په تركيې او عراق باندې دفشار اچولو لپاره كارولى دى . سوريې په دغه موده كې  د اوجالان ، طالباني او بارزاني په شمول ګڼو كردو مشرانو ته پناه وركړې وه .

په سوريه كې د كردو پرابلم يو ځل بيا هغه وخت ډېر شو ، چې د ۱۹۶۲ په اګست كې يوه جنجالي سر شمېرنه وشوه او يو لك او شل زره كردان د سوريې له تا بعيته محروم شول . ددغو كسانو  د تابعيت د لغوه كولو ولسمشر ناظم القدسي هم لاسليك كړ ، ښاغلى قدسي د بعث ګوند ترواك ته رسېدو دمخه ولسمشر وو .

ددغو يو لك او شل زرو كردو په اړه ويل كېدل ، په غير قانوني ډول له تركيې څخه سو ريې ته را اوښتى دى . دحكم مطابق كردان مجبور وو ، دا ثابته كړي ، چې له ( ۱۹۴۵ ) كال څخه دمخه هم په سوريه كې وو او كنه ؛ نو د سوريې پاسپورټ ورنه اخيستل كيده . البته ، واقعيت دا وو ، چې ګڼ كردان په نولس سوه څو شپېتمو كلونو كې ، له تركيې څخه سوريې ته راتښتېدلى وو . په هغه وخت كې فرانسې ، چې په سوريې   باندې يې حكومت كاوه ، د ټولنيزې تنوع او اختلاف لپاره هر چاته اجازه وركوله ، چې په سوريه كې دېره شي  ځكه ؛ خو نه يوازې كردان بلكې ارمنيان ، قفقاز يان او نور خلك هم سوريې ته راغلل .

فعلا په سوريه كې پنځه دېرش زره كسه نا راجسټر شوي كردان دېره دي او دوه سوه پنځه ويشت زره كرد هم د خارجيانو په حيث په سوريه كې ژوند كوي . دو ى د سفر ، ښوونځي  ، جايداد د لرلو او واده په چارو كې محدوديتونه لري . په ۱۹۹۶  كال كې د سوريې حكومت د بشري حقونو د څار ادارې ته معلومات وركړل ، چې د هغو كردانو شمېر ، چې ذكر شوي محدوديتونه لري ، يوازې  ۶۷۴۶۵  كسانو ته رسيږي .

د سوريې كردان وايي ، چې موږ د عراقي كردانو غوندې كورواكي ( خود مختاري ) نه غواړو مګر د تابعيت غوښتنه لرو .

د ۲۰۰۴  كال په مارچ كې د سوريې كردانو ددغه هېواد په مختلفو برخو كې پاڅونونه وكړل او دولتي او شخصي جايدادونو ته يې تاوانونه واړول .

دوى په عراق كې كردو ته وركړشويو حقونو د غسې شورش ته هڅولي وو . البته پخپله كردو ويل ، چې  د قمشلي ( ددمشق د شمال ختيځ په شپږ سوه كيلو متري كې ) د فوټبال په يوه ميدان كې عربو دصدام حسين په ګټه شعارونه وركړل او څرنګه ،  صدام حسين  په ( ۱۹۸۸ ) كال كې  دعراق په حلبچه كې په زرګونو كردان په كيميايي ګاز وژلي وو ؛ نو نوموړي شعارونه په دوى بد ولګېدل او پاڅو ن پيل شو ، ددغه بغاوت په پايله كې په سلګونو كردان بنديان شول ، چې البته د بند د مودې  له تېرولو وروسته خوشي كړاى شول .

د ۲۰۰۵ كال په جون كې د بعث ګوند په كنفرانس كې ولسمشر بشير الاسد  اعلان وكړ ، چې د سوريې هغو كردو ته به تابعيت وركړي ، چې تابعيت نلري . دلندن چاپ  الحيات  ورځپاڼې  له راپور سره سم په سوريه كې د بې تا بعيته كردانو شمېر درې سوه زره كسانو ته رسيږي .

بشير الاسد ، دغه راز ، د كردو د راضي كولو لپاره هساكي سيمې ته سفر وكړ او هلته يې داصلاحاتو ژمنې وكړې . په دې سيمه كې د كردو شمېر زيات دى ، نوموړې سيمې ته په  ۱۹۴۹ كال كې د حسين الزعيم له سفره وروسته بل هېڅ ولسمشر سفر نه وو كړى . وروسته بيا بشيرالاسد د عراقي كردستان د اربيل نړيوال هوايي  ډګر ته دسوريې دهوايي شركت د الوتنو رسمي اجازه وركړه ، چې دا د كردو د خوشالولو لپاره يو بل ګام وو .

البته د ناراجسټر شويو كردو پرابلم لاحل شوى نه دى او تر هغو ، چې دغه ستونزه اواره نه شي سوريه به له خپلو كردو سره په اړيكو كې خنډونه ولري .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پارلمان تیزم در افغانستان

قضاوتپوه محمد اشرف   رسولی

اصلاحات و نهضت های مشروطه خواهی برای اولین  بار پروگرام های اصلاحی در سیستم دولتی سالیان 1258-1241 ه ش در زمان سلطنت  امیر شیر علی خان از طرف علامه سید جمال الدین ( افغان )  مطرح گردید . این پروگرام های اصلاحی نسبت تعرض و حمله دولت انگلیس و مشکلات موجود داخلی جامه عمل نپوشید . سید جمال الدین افغان که از وضع موجود وتطبیق اصلاحات نا امید و عرصه فعالیت به وی تنگ و محدود می شود ، مجبور به ترک وطن میگردد .

مفکوره بمیان آمدن پارلمان ( شورای ملی ) در افغانستان بعد از گذشت یک دوره رکود طولانی در اواخر قرن دوازدهم مطرح میگردد . باختم  حکومت امیر عبدالرحمن خان و شروع زمامداری امیر حبیب الله خان یک دوره نسبتا آرام بوجود می آید با استفاده ازین وضع بدست آمده و تحت تاثیر افکار و تمایلات ملی و آزاد یخواهانه و نهضت های منطقه عده ای از روشنفکران و اصلاح طلبان که متشکل از هر قوم و اقشار مختلف کشور بودند ، طرح نوگرایی سیاسی ، تحول فرهنگی و مشروطه خواهی ر ا ریختند . ضدیت با استبداد داخلی و استعمار خارجی را شعار خود قرار دادند و خواهان استقلال ملی کشور گردیدند . بدینگونه برای بار دوم در سال های 1280-1297 ه ش با ایجاد قشر روشنفکر، این حرکت اصلاحی از سرگرفته می شود . جراید محدود به به نشرات آغاز  وبه آن ها زمینه فعالیت نسبی فراهم میگردد طوریکه در سال 1285 جریده سراج الاخبار تحت نظر مولوی عبدالروف خان مدرس مدرسه شاهی وبه محریری مولوی سرور واصف به نشرات آغاز نمود که یک شماره آن نشر ولی با تاسف که دیگر مجال نشر نیافت ، اما حلقه ای که بدور محور آن تشکیل شد مشروطه خواهی اول را پایه گذاری نمود .

 درسال 1290 ه ش سراج الاخبار به مدیریت و رهبری پدر ژورنالیزم در کشور ، محمود بیک خان طرزی به نشرات آغاز می نماید . درین زمان مدارس و مکاتبی ایجاد و در آن یکعده از شاگردان شامل درس و تعلیم می شوند که از آنجمله مکتب حبیبیه در سال 1282 اساس گذاشته شد و با داشتن استادان روشن و با لخاصه موجودیت عده ای از استادان آزادیخواه هند یکی از مراکز عمده روشنفکری در کشور تلقی می شد .

بهمین گونه کتابخانه های دولتی و شخصی ایجاد می شود که در روشن ساختن اذهان مردم مفید واقع می گردید .

این سه عوامل در روشن ساختن اذهان مردم و بوجود آمدن قشر اصلاح طلب کمک نمود ، طوریکه سه جریان فکری به وجود آمد .  یکی لیبرال های داخل دربار ، دومی حلقه دموکرات ها وسومی روشنفکران منفرد . این سه جریان با همدیگر تماس های تامین و این تماس های مداوم آن ها را بهم نزدیک و پیوسته ساخته و حزبی را بنام ( جمعیت سری ملی ) ایجاد نمودند . فعالیت این حزب تا سال 1285 ه ش موفقانه ادامه یافت .متاسفانه در اثر فعالیت جاسوسان ، موجودیت و اعضای حزب با همه پنهان کاری ای که داشتند  ، افشا و افراد آن مورد پیگرد قرار داد ه شد ، که عده زیات آنان به انواع مختلف تیر باران ، یابه دهن توپ بسته شده و یا اینکه در محابس مخوف محبوس گردید . ازین واقعه به بعد تصمیم معارف جلوگیری بعمل می اید . طوریکه در ظرف شانزده سال صرف بیست نفر فارغ التحصیل بلکلوریا در تمام کشور وجود می داشته باشد . (1) جنبش مشروطیت بخاطر ایجاد حاکمیت قانون و قایل شدن نقش به اراده مردم در صدد مبارزه با مطلقیت و محدود ساختن قدرت آن بود . این جنبش بر احقاق حقوق مردم و سهمگیری آنها در اداره و سرنوشت کشور تاکید می نمود و یک هدف عمده آن ها تاسیس پارلمان در کشور بود .

مرام جمعیت مشروطه خواهان اول :

مرام جمعیت مشروطه خواهان اول به اساس نوشته پوهاند علامه عبدالحی حبیبی قرار ذیل است : (1)

1_ اطلاعات به اصول اسلام و تقدیس قرآن و قبول تمام احکام اسلامی .

2_ کوشش مداوم در بدست اوردن حقوق ملی و مشروطه ساختن رژیم حکومت تحت نظر نماینده گان ملت و تامین حاکمیت ملی و حکم قانون .

3_ سعی در راه تلقین عامه به درستی امور ، معاشرت و نکوهش عادات ذمیمه .

4_ آشتی و حسن تفاهم بین تمام اقوام و قبایل افغانستان و تحکیم وحدت ملی .

5_ سعی در اصلاح ملت ازراه صلح و آشتی نه با دهشت افگنی و استعمار سلاح وزور .

6_ تعمیم معارف و مکاتب ووسایل بیداری مردم و مطبوعات .

7_ تأسیس مجلس شورای ملی ازراه انتخاب آزاد نماینده گان مردم .

8_ تحصیل استقلال سیاسی و آزادی افغانستان و گسترش روابط سیاسی و اقتصادی با دنیای خارج ( که درآن وقت امیر افغانستان مکلف بود غیر از دولت هند بریتانوی با دیگر دولتی رابطه سیاسی نداشته باشد .)

9_ تأمین اصول مساوات و عدالت اجتماعی .

10_ بسط مبانی مدنیت جدید از صنعت و حرفت و ساختن شوارع و بلاد و ابنیه و منابع آب و برق و غیره . طوریکه ملاحظه می گردد در جمله سایر اصلاحات یکی از مرام های عمده مشروطه خواهان تأسیس مجلس شورای ملی از راه برگزاری انتخابات آزاد قبول شده بود .

بعد از سرکوبی مشروطه خوانان اول ، روشنفکران در صدد آن می شوند تا راه و چاره دیگری را بخاطر تطبیق اصلاحات در نظام کشور وحصول استقلال دریافت نمایند . باتوصل به دربار ، سردار نصرالله خان و امیر امان الله خان را همدست خود می سازند وبه همکاری و همیاری آنها نهضت مشروطه خواهان دوم را اساس می گذارند .

بدین صورت راه مشروطه خواهان اول ، این مبارزان و سر سپردگان آزادی از قید استبداد و مطلق العنانی و رفتن به طرف تشکیل پارلمان از طرف جوانان افغان یا مشروطه خواهان دوم دنبال می گردد .

مشروطه خواهان دوم با تدابیر سنجیده شده موفق می شوند بعد از قتل امیر حبیب الله ، امیر امان الله را که یکتن از جمله مشروطه خواهان بود به پادشاهی بر گزینند .

مرام مشروطیت دوم و نتایج مساعی آنها :

نهضت مشروطیت دوم مرام های راکه مشورطیت اول داشت تعقیب میکرد . با این تفاوت که در فعالیت های خود وسعت و گسترش بیشتر داده وسعی می نمودند تا مطابق مقتضیات و ایجابات زمان حرکت نمایند .اعضای این نهضت با وجود آنکه از لحاظ کمی تعداد زیادی نبودند ، ولی اشخاص مصمم و مبتکر درین حلقه گرد آمده بود که توانستند به مرام اصلی خود نایل آیند . بعد از کشته شدن امیر حبیب الله ، قدرت را به امیر امان الله منتقل و در درجه اول بخاطر کسب استقلال افغانستان اقدام موافقانه نمودند ، مردم را به شکل خوب آن بسیج و اماده جنگ در برابر متجاوز ساختند .

به قول علامه حبیبی این انتقال اقتدار سیاسی و اداره از دست یک گروه نادان ، کهنه پرست و سرداران مرتجع فرسوده مغز به جوانان فی الجمله دانا و بینا و جویا ، کاری بود نیکو و میمون و مثمر که تا سه ، چهار سال اول دوره امانی به نفع مردم و مملکت جریان یافت .  (1)

کار های مهمی راکه این نهضت انجام داد قرار ذیل خلاصه میگردد (2)

1_ کسب استقلال افغانستان ، دهنمایی جنگ استقلال با داشتن روحیه ضد استعماری .

2 _ معرفی افغانستان منحیث یک کشور مستقل به دنیای خارج و تامین روابط سیاسی با سایر کشورها .

3_ ساختن نظامنامه اساسی دولت ( اولین قانون اساسی کشور ) و سایر نظامنامه ها ( قوانین) بخاطر تنظیم علایق و شئون مختلف زندگی اجتماعی ، سیاسی و اقتصادی .

4_ تثبیت و توضیح حقوق و آزادی های مردم در نظامنامه اساسی دولت .

5_ ایجاد شورای دولتی در مرکز ( اولین مجلس شورای ملی ) و ایجاد شورا های ولایتی در نایب الحکومه گی ها ( ولایات ) .

6_ تنظیم قوه اجرائیه و تفکیک قوای ثلاثه .

7_ تنظیم امور قوه قضائیه از طریق ساختن قوانین مطابق احکام شریعت در ساحه معاملات و جزا . طوریکه احکام فقهی به شکل مدون آن ترتیب گردیده و با استفاده از تجارب کشورهای اسلامی موضوعات مدنی و جزایی در قوانین توضیح و جلو خود سری محاکم گرفته شد .

8_ ایجاد تشکیلات جدید دولتی ، تفکیک وظایف و صلاحیت های ادارات ، تنظیم امور مالیات ، گمرکات و امور مالی و حسابی دولت ووضع قانون به هر بخش .

9_ تعمیم مکاتب و مدارس بخاطر تعلیم و تربیه اولاد کشور .

10_ اجازه نشر جراید و مجلات در مرکز وولایات کشور بخاطر اگاهی مردم از حوادث داخل و خارج کشور .

11_ لغو رسم بردگی و تبعات آن .

12_ اعزام شاگردان جهت فراگیری تحصیلات مدرن و فنی به خارج کشور .

13_ سعی در جهت ایجاد ارتباطات از طریق پست ، تلگرام ( تیلفون ) ، ساختن سرک ها ، ترویج وسایط نقلیه هوایی و زمینی ، ایجاد تجارت ، صنعت و غیره .

پروگرام های اصلاحی امیر امان الله خان :

امیر امان الله خان که خود یکی از رجال برجسته مشروطیت بود بعد از کسب قدرت و حصول استقلال کشور بخاطر نهادینه ساختن افکار د موکراتیک و تطبیق اصلاحات سیاسی ، اداری و اجتماعی اقدام و درقدم نخست دست به ساختن نظامنامه ها (قوانین ) در عرصه ها مختلف می زند و شالوده نظام عصری و مدرن را که مستلزم و ضع قوانین از طرف مرجع ذیصلاح ( پارلمان یا شورای ملی ) است میگذارد . برای اولین بار در تاریخ کشور شورای دولت به حیث ممثل مجلس شورای ملی در افغانستان به تاریخ 24 سنبله 1299 در برج ارگ تشکیل می شود .

بخاطر کسب معلومات بیشتر روی بر نامه ها و پلانهای مشروطه خواهان لازمست کار نامه های اصلاحی امیر امان الله خان را که تعداد آن به 64 نوع می رسد . طی دو مرحله از نظر بگذاریم .

مرحله اول اصلاحات ازسال 1298 الی 1302 ه ش :

بعد از اصول استقلال افغانستان از مهمترین کارنامه های مرحله اول اصلاحات امیر امان الله خان تصویب نظامنامه اساسی یا قانون اساسی در سال 1301 بود . این قانون اساسی نظام شاهی مشروطه تثبیت و با قول اصل تفکیک قوا ، شورای دولت بحیث ممثل شورای ملی تشکیل که وظیفه عمده آن ارایه مشوره به دولت و تدقیق و تصویب پروژ های قانونی ، تصویب بودجه دولت و تائید معاملات و معاهات با دول خارجی بود . اعضای این شوری مرکب از افراد انتخابی و انتصابی بود .

این قانون اساسی یکعده آزادی های مدنی و سیاسی را تسجیل نمود ، پخاطر تنظیم امور مختلف یکعده نظامنامه ها وضع و تصویب شد .

طبق احکام قانون اساسی تحصیل ابتدایی اجباری شد ، لیسه ها ، مکاتب ، رشدیه ها ، دارالمعلمین ها ، مکاتب حرفوی     و مسلکی و بیش از 322 باب مکتب ابتدائیه در سراسر کشور تاسیس شد . طوریکه تا سال 1306 تعداد شاگردان مکاتب به 51 هزار نفر رسید . تعدادی از محصلین بشمول یکعده دختران جهت آموزش بخارج اعزام شدند ، دو کتابخانه بزرگ دولتی ، یک کتابخانه ملی در شهر کابل تاسیس شد ، بخاطر ترتیب و تدوینی تمسک القضات الامانیه به کمک فقهای متجدد دو جلد کتاب تصنیف گردید که در آن احکام مفتی به درد مورد معاملات و جزا  تنظیم شده بود ، بدین گونه اختیارات وسیع قضات ، محدود به احکام این دو کتاب گردید . محاکم در اجراات خود مستقل و اجرای محاکمه طور علنی صورت می گرفت . ضمنآ در جمله اصلاحات ، تحصیل بران زنان ، منع نکاح دختر صغیره ، تحصیل السنه خارجی در مکاتب ، از میان بردن اسارت و بردگی ، تعدد ازدواج ، اجباری شدن خدمت زیر بیرق و غیره شامل بود .

قوانینی که تحت عنوان نظامنامه درین دوره تصویب گردید قرار ذیل است :

1_ نظامنامه اساسی دولت علیه افغانستان سال های 1301-1303.

2_ نظامنامه تشکیلات اساسی سال 1300.

3_ نظامنامه تقسیمات ملکیه .

4_ نظامنامه تقسیمات ملکیه .

5_ نظامنامه نشانهای دولتی سال 1299.

6_ نظامنامه سرمایه گذاری .

7_ نظامنامه جرایم .

8_ نظامنامه جزای عمومی .

9_ نظامنامه مطبوعات .

10_نظامنامه محکمه جزای مامورین .

11_ نظامنامه تذکره نفوس ریاست پاسپورت و تابعیت .

12_ نظامنامه مراسم تعزیه داری .

13_ نظامنامه اداره مساکین .

14_ نظامنامه مال مواشی .

15_ نظامنامه وظایف مامورین زراعت مربوط وزارت تجارت .

16_ نظامنامه مهاجرین .

17_ نظامنامه محاکم .

18_ نظامنامه دارلیتام .

19_ نظامنامه رهنمای پست .

20_ نظامنامه معارف .

21- نظامنامه قنسلگری .

22- نظامنامه مقایسات .

23- نظامنامه وظایف مستوفیان وسر رشته داران اعلی .

24_ نظامنامه توقیف خانه و زندان ها .

25_ نظامنامه پوشیدن لباس رسمی و غیر رسمی .

26- تمسک القضات الامانیه .

27_ ادب القاضی .

28_ نظامنامه ابنیه دارالامان .

29_ نظامنامه تعمیرات پغمان .

30_ نظامنامه ناقلین به سمت قطغن .

31_ نظامنامه تقاوی تجاریه .

32_ نظامنامه مکاتب خانگی .

 

مرحله دوم اصلاحات سال 1307   ه . ش :

این اصلاحات بعد از انجام سفر امان الله خان به کشور های اسیایی و اروپایی و بازگشت به کشور آغاز یافت . شاه بخاطر ارائیه گزارش سفر خود و طرح جدید و تصویب آن توسط نمایندگان مردم ، لویه جرگه پغمان را در سال 1303 دایر نمود . در جلسات این لویه جرگه که در حدود بیش از یکهزار عضو شرکت داشت ، پادشاه گزارش سفر خود را با پروگرام های اصلاحی ارائیه نمود .

در این برنامه اصلاحی امتحان از ملا ها وو اعظین ، منع ورود فارغ التحصیلان مدرسه دیوبندی هندی ، ایجاد محاکم مدنی ، تحصیل مشترک پسران و دختران تا سن ( 11) سالگی ، فرستادن طلبه بشمول دختران برای تحصیل به خارج کشور ، منع تعدد ازدواج ، جلب سرمایه گذاری خارجی ، تأسیس بانک دولتی ، رفع پرده و حجاب وغیره بود .

لویس دوپری شرق شناس امریکایی میگوید :مبارزه قاطعانه عصری ساختن در ترکیه ، ایران و اتحاد شوروی که شاه امان الله خان از نزدیک بدان اشنایی بهم رسانید ، تاثیرات عمیقی از خود بالای شاه به جای گذاشت . چنانکه او را وادار نمود تا کشور خویش انیز بدان گونه عصری سازد و درین راه سوق دهد . (1)

در مورد اخذ امتحان از ملا ها وواعظین و منع خطابت وو عظ فارغ التحصیلان مردسه دینی دیوبندی هندی شاه امان الله به لویه جرگه چنین پیشنهاد نمود :

(( اشخاصی ما را رهنمایی میکنند وبه رنگ رنگ شما را بنام دین بازی میدهند وبه سبب منفعت شخصی خود مثل جنوبی ها ملت ما را دچار خساره های مادی و معنوی میسازد ، برای اینکه معلوم شود که آیا آن ها حقیقتأ دین را میدانند یا لباس دین را دربر کرده اند و همه مردم را در عین نادانی خود بی دین میگویند ، چاره باید سنجیده شود .... این ملا هایی که به شما هدایات غلط میکنند ، نادان اند و قرآن را به غلط معنا میکنند . آن ها میخواهند تا هزار طبقه ملت ما  به همین جهالت باقی بماند .

من آرزو دارم که تا هزار طبقه و هزار ها سال درمملکت ما به دین مقدس اسلام پای بند باشد ......فقط کسانی که مارا بازی میدهند همین اشخاص نادان هستند که قرآن را غلط معنی میکنند و مارا به تهلکه می اندازند . پس باید معلوم شود که آیا این ملا است که ما او را پیروی کنیم یا نه .

بسیار اشخاص هستند که مخصوصا بنام ملایی به مخبری گرفتار شده اند . باید به چپن و کلاه بازی نخوریم . لهذا باید در افغانستان عالم و غیر عالم معلوم باشد .

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.